ایبک (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۳): سمنګان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز مربوطاتو کې د بغلان - سمنګان پر عمومي لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
د سمنګان د ترافیکو مدیر قاري محمدنذیر سعد پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار شاوخوا پنځهنیمې بجې د دغه ولایت د مرکز ایبک ښار د اقمزار سیمې مربوطاتو کې د بغلان – سمنګان پر لویه لار ترافیکي پېښه شوې ده.
هغه زیاته کړه چې دغه پېښه د تېلو یوه ټانکر او کرولا موټرو د ټکر له امله شوې ده.
د سمنګان د ترافیکو مدیر د معلوماتو له مخې، په پېښه کې یو سړی مړ او د یوې ښځې په ګډون درې نور کسان ټپیان شوي دي.
ځايي مسوولین د پېښې لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي بللې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP