Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د نظام د پايښت لپاره په ټولنه کې د عدالت پر پلې کېدو د ا.ا د مشرتابه ټینګار

کابل (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۱): د اسلامي امارت مشرتابه د زمري ۲۴مې په مناسبت خپله وینا کې د دې په ویلو سره چې په هېواد کې د ټولو حقوق خوندي دي، زیاته کړې، نظام هغه وخت پایښت پیدا کوي چې عدالت پر ټولو یو شان پلی شي.

د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴مه د افغانستان پخوانی جمهوري حکومت ړنګ او پر ځای یې اسلامي امارت د دویم ځل لپاره واکمنۍ ته ورسېد.

د اسلامي امارت مشرتابه شیخ مولوي هبت‌الله اخندازده پرون د دې ورځې په مناسبت په کندهار یوې ولسي غونډې ته ویلي، الله (ج) دې د ټولې نړۍ مسلمانان د ظالمانو له ظلمه خلاص کړي او داسې خلاصون او بریا دې ورته نصیب کړي لکه څنګه چې نن افغانان ترې برخمن دي.

هغه زیاته کړې، د دغه نعمت ساتنه باید وشي او ساتنه یې په شکر ایستلو او د اسلامي شریعت په تطبیق کېږي.

د هغه په خبره: «د دین خدمت او د شریعت حاکمیت دا تر مرګه پورې زموږ ذمه‌واري ده، دا موقته ذمه‌واري نه ده، څو پورې چې ژوندي یو، د الله (ج) دین او حاکمیت به په ځانونو کې او په نورو کې راولو.»

نوموړي د خپلو خبرو په دوام دغه راز ویلي: «افغانستان کې جهادونه کامیاب شوي، د شوروي په وخت کې مجاهدینو ښې قربانۍ ورکړې، شوروي مات شو، خو د سختۍ په وخت کې کامیاب شوو، کله چې د راحت وخت راغی، مسیر بدل شو، لاره بدله شوه، بیا په یوه بل حالت کې راغلو، ډېر ځلې په سختي کې سړی کامیاب شي، په راحت او اسانۍ کې بیا سړی ناکام شي، الله (ج) دې نه کوي، په سختي کې خو کامیاب شوو، په راحت کې مو دې هم الله ج کامیاب کړي. تر اوسه ښه کامیابي روانه ده، اسلامي نظام دی، شریعت حاکم دی، د مسلمانو حقونه محفوظ دي، امن دی او سوله ده.»

د اسلامي امارت مشرتابه ټینګار کړی چې باید غفلت ونه شي او که غفلت وشي بیا دغه اوسنی نظام هم له منځته ځي.

د هغه په وینا: «ګورئ مجاهدینو وروڼو او علماوو! ټولو افغانانو ته وایو چې غفلت ونه کړئ، دا فتحه ستاسو له لاسه وتل، دا ستاسو  په غفلت باندې له لاسه وځي چې غافل نه شئ، متوجه شئ د الله (ج) شریعت ته، ګورئ چې زړونه مو په منصبونو کې بند نه شي، زړونه مو په دنیا کې بند نه شي، زړونه مو په سیالیو کې بند نه شي، مخکې خلکو سیالي شروع کړه، په قدرت باندې یې جنګونه شروع کړل، ډلې او ټپلې یې جوړې کړې، قومیت را شروع شو، منطقه‌بازي شروع شوه، تبعیض شروع شو، هر چا خپل ځان ته حکومت جوړ کړ، ګورئ چې له دغو شیانو ځان وساتئ، په خپل منځ کې دوستي او دښمني یوازې د الله (ج) په خاطر وکړئ.»

د ده په خبره، عدالت باید پر ټولو یو شان پلې شي، د خدای (ج) حکم باید لومړی پر خپل ځان، دویم پر خپلې کورنۍ، بیا پر خپلوان او نورو پلی شي.

ده ویلي: «ګورئ چې فرق درڅخه ونه شي؛ که مجاهدین دي، که حاکمان دي، که قضات دي، که دغه اسلامي نظام په عدالت باندې ولاړ و، بیا به باقي پاتې وي، تر قیامته به هم پاتې وي، که ظلم راغی، وحشت راغی، سفارشونه راغلل، قدرتمند سړی نه محاکمه کېده، غریب سړی محاکمه کېده، کارونه په سفارشونو کېدل، بې وسیلې خلک پاتې وو، عدالت پاتې شو، بیا دا نظام نه پاتې کېږي، بیا به دا نظام له منځه ځي.»

نوموړي دغه راز ویلي چې د افغانستان خلک ټول مظلومین دي، غم او درد یې لیدلی او باید قدر او خدمت یې وشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.