هرات (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۳): هرات کې ځايي مسوولین د دغه ولایت په ګمرک کې د اورلګېدنې لامل تخنیکي ستونزه ګڼي او وايي، د دې پېښې له امله سوداګرو او موټرلرونکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
د هرات مرستیال والي مولوي حیاتالله مهاجر د یاد مطلب په بیانولو سره پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په ګمرک کې د پرون (چهارشنبه) ورځې اورلګېدنې له امله سوداګرو او باروړونکو موټرونو مالکانو ته دروند مالي زیان اوښتی خو تر اوسه د کره شمېرې په اړه معلومات نشته او د اوښتي زیان معلومولو لپاره هڅې روانې دي.
بلخوا، د هرات د ګمرک ریاست مرستیال مولوي عصمتالله یاسر پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه د تخنیکي ستونزو له امله رامنځته شوې خو څرنګوالی یې روښانه نه کړ.
نوموړي څرګنده کړه چې اوروژونکي ډله د پېښې د راپور له ترلاسه کولو وروسته پر وخت ځای ته ولېږل شوه او له څو ساعتونو هڅو وروسته د اور په مړ کولو بریالۍ شوه.
هغه زیاته کړه: «له بده مرغه د اورلګېدنې شدت دومره و چې ډېر مالونه په بشپړ توګه سوځېدلي او ډېر نور سخت زیانمن شوي دي.»
ورته مهال، د هرات د ګمرک مرستیال مولوي یاسر د دغه ولایت په ګمرک کې د اطفایې د امکاناتو په اړه خبره کوي او زیاتوي چې تر اوسه د هېواد ګمرکونه د اوروژنې معیاري سیسټم نه لري.
نوموړي څرګنده کړه چې د اورلګېدنې د ډېر زیان اوښتو لامل د بالفعلو امکاناتو نشتوالی و.
هغه زیاته کړه چې د اوروژنې لپاره له تورغونډۍ او اسلامکلا ګمرکونو هم د اوروژنې ټیمونه د هرات مرکز ته ورغلي دي.
ورته مهال، محمدرفیع چې د اورلګېدنې له امله زیان وراوښتی هم وویل، درې کانټينره مالونه یې په اورلګېدنه کې په بشپړه توګه سوځېدلي او هر کانټینر یې شاوخوا ۵۰۰ زره ډالر ارزښت درلود.
هغه د ګمرک ریاست کې د کارونو له ژر نه خلاصېدو شکایت وکړ او زیاته یې کړه چې له اختر وروسته د هغه د مالونو ګمرکي مرحلې نه وې ترسره شوې او دغه څه د دې لامل شو چې د ده په ګډون لسګونه سوداګر زیانمن شي.
یوه بل زیانمن عبدالحي حاجيزاده هم پژواک ته وویل چې اړوندو مسوولینو پر وخت ګمرک کې د پېښې ځای ته رسېدنه نه ده کړې او د خلکو مالونه په لوړه کچه له منځه ولاړل.
نوموړی په یاده برخه کې د مسوولینو له لوري د جدي اقدام غوښتنه وکړه او څرګنده یې کړه چې ګمرک کې باید د سوداګرو مالونه د اداري مراحلو طی کولو لپاره د څلور میاشتو لپاره پاتې نهشي.
د یادولو ده. د هرات ګمرک د ټانک مولوي په ساحه او د دغه ښار په شمالي څنډه کې موقعیت لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP