Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې د سلګونو ورزشکارانو له خوا بېلابېلې ورزشي نندارې وړاندې شوې

مزارشریف (پژواک، ۲۵ زمری ۱۴۰۳): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د شلو بېلابېلو ورزشي فدراسیونونو لوبغاړو له خوا ورزشي نندارې وړاندې شوې.

دغه ورزشي نندارې تېره ورځ ناوخته د بلخ د مرکز مزارشریف ښار په سینا سټډیوم کې وړاندې شوې چې په کې له ۲۰ بېلابېلو فدراسیونونو شاوخوا دوه زره لوبغاړو ګډون کړی و.

د بلخ د بدني روزنې او ورزش رییس نورعلم بدر وایي چې دغه پروګرام یې د اسلامي امارت د بیاواکمنېدو درېیمې کلیزې په مناسبت جوړ کړی و چې په‌کې د شلو بېلابېلو ورزشي فدراسیونونو شاوخوا دوه زره لوبغاړو ګډون کړی و.

نوموړی زیاتوي چې د اسلامي امارت له واکمنۍ راورسته په ټول هېواد کې امنیت ټینګ دی او ورزشکاران کولای شي خپلې لوبې له هر ډول وېرې پرته ترسره کړي.

بلخوا، ورزشکاران د دې ډول غونډو او نندارو جوړېدل د ځوانانو د هڅونې لپاره مهم بولي.

د موی‌تای لوبې یوه لوبغاړي الیاس سادات پژواک ته وویل، دغه ډول نندارې او سیالۍ کولای شي د ورزشکارانو د هڅونې سبب شي.

یو بل لوبغاړی شاپور ميرزایي وایي چې د خپل فدراسیون (کانګفو) په استازولۍ یې ننداره وړاندې کړه.

هغه زیاتوي چې په دې ننداره کې د بلخ د ټولو ورزشي فدراسیونونو لوبغاړو ګډون کړی و او دغه ډول حرکات د لوبغاړو د استعدادونو د ودې او هڅونې لپاره ګټور دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.