جلالاباد (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۳): د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري په جلالاباد ښار کې د يوې پاکستانۍ ډاکټرې شخصي کتنځای د قانوني اسنادو نه لرلو له امله تړل شوی دی.
مسوولین وايي، دې ډاکټرې د طبي زدهکړو قانوني اسناد او د وزارت رسمي جواز نه درلود.
د ننګرهار عامې روغتیا رياست ویاند نقیبالله رحیمي نن (د زمري ۲۶مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، يادې ډاکټرې په تقلبي توګه د متخصص او پروفیسور په نوم ناروغان معاینه کول او له هغوی څخه یې د درملنې په بدل کې زیاتې پیسې اخیستلې.
ده زیاته کړه چې هغې له یوه ناروغ څخه ۱۲ زره افغانۍ اخیستې وې، کومې چې د کلینیک د تړل کېدو پر مهال بېرته ناروغ ته ورکړل شوې.
د عامې روغتیا رياست ویاند خلکو ته سپارښتنه کړې چې د تقلبي ډاکټرانو کلینیکونو ته دې مراجعه نه کوي او که په خپلو سیمو کې دا ډول غیر قانوني کلینیکونه وویني، سمدستي دې دوی ته خبر ورکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن