ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خیبر پښتونخوا کې شاوخوا ۳۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

په خیبر پښتونخوا کې شاوخوا ۳۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
16 Aug 2024 - 14:46
په خیبر پښتونخوا کې شاوخوا ۳۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
16 Aug 2024 - 14:46

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۳): راپورونه وایي چې د خیبر پښتونخوا په پېښور، سوات، باجوړ او وزیرستان کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د پولیسو په ګډون شاوخوا ۳۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د مشال راډیو د معلوماتو له مخې، دغه مرګ‌ژوبله نن او پرون په امنیتي او ترافیکي پېښو کې اوښتې ده.

سرچینې لیکلي چې نن د پېښور د ورسک پر سړک د پیر بالا سیمه کې د پولیسو پر یوه موټر چاودنه شوې چې له امله یې دوه پولیس او درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

په سیمه کې د پولیسو یو مشر راشدخان خبریالانو ته ویلي چې دغه چاودنه د ریموټ کنټرول په وسیله شوې چې په یاد ماین کې له شپږو تر اووه کیلو ګرامه پورې چاودېدونکي توکي کارول شوي.

سرچینې زیاته کړې چې د یادې پېښې په تړاو شپږ شکمن کسان نیول شوي.

بلخوا د باجوړ د پوليسو ویاند محمد اسرار ویلي چې پرون شپه وسله‌والو د باجوړ د سالارزیو تحصيل په حاجي لونګ سيمه کې د پولیسو پوستې ته لاسي بم ورغوځولی چې له امله یې یو پولیس وژل شوی.

 دغه راز، د سوات د پولیسو مشر زاهد الله ویلي چې پرون د سوات په مټه سمبټ سیمه کې د ماخوستن تر لمانځه وروسته وسله‌والو پر پولیسو ډزې کړي چې له امله یې یو پولیس لومړی ټپي شوی او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړې.

د دې ترڅنګ د شمالي وزیرستان په میرلي سیمه کې په دوو بېلابېلو بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د میرلي تاڼې یو تن مسوول د نوم نه اخیستو په شرط ویلي چې وسله‌والو پرون د یوې کورنۍ پر غړو ډزې کړې دي چې له امله یې یو کس وژل شوی او د هغه مور او پلار ټپیان دي.

ځايي خلکو ویلي چې وسله‌والو پر هغه کس برید کړی چې خپل مور او پلار یې د درملنې لپاره پېښور ته روان کړي وو.

دغه راز، پولیسو ویلي چې یو بل برید کې یو کس وژل شوی، کوم ځای کې چې دغه برید شوی، د میرلي د اتمانزیو یوه جرګه هم جوړه شوې وه. تراوسه پورې د دغو بریدونو مسوولیت چا نه دی منلی.

د یو بل خبر له مخې، د خیبر پښتونخوا د سوات مټې تحصيل سیمه کې پرون د واده د ورا  یو موټر يوې ژورې کندې ته لوېدلی چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ کسان مړه او نهه ژوبل شوي دي.

پولیس او د ژغورنې ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) کارکوونکو ټپیان او مړي د پېښې له ځایه روغتون ته لېږدولي، خو د ځینو ټپیانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

بلخوا د پاکستان پوځ په کورمه کې د عملیاتو پر مهال د اوو مشکوکو وسله‌والو د وژلو ادعا کړې ده.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای‌اېس‌پي‌ار) ويلي چې دغه عملیات یې پرون کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.