کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۳): د کورنیو چارو وزارت وایي، د حمید جلال پښتون په نوم د یوه ځوان د وژنې عامل نیول شوی چې تر څېړنو وروسته به نظامي محکمې ته وسپارل شي.
په خواله رسنیو کې له وړمې ورځې راهیسې د حمید جلال پښتون په نوم د یوه ځوان عکسونه خپرېږي چې ګواکې د کابل په رحمن مېنه (کارته نو) سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لوري یې پر موټر ډزې شوي او وژل شوی دی.
تر اوسه د امنیتي ادارو او وژل شوي کس د کورنۍ غړو له خوا د پښتون د وژنې د لامل په اړه معلومات نه دي په ډاګه شوي.
خو تېره شپه د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پر خپله اېکسپاڼه ليکلي: «د شهید حمید جلال (پښتون) د خواشینوونکې پېښې عامل نیول شوی دی.»
هغه زیاته کړې، پېښه تر څېړنو لاندې ده او تر بشپړېدو وروسته به د نورو کړنو په موخه نظامي محکمې ته وسپارل شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن