ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د باختر پنبې غوړیو فابریکې په تېر یوه کال کې ۲۰۰ ټنه غوړي تولید کړي

بلخ کې د باختر پنبې غوړیو فابریکې په تېر یوه کال کې ۲۰۰ ټنه غوړي تولید کړي

author avatar
17 Aug 2024 - 16:57
بلخ کې د باختر پنبې غوړیو فابریکې په تېر یوه کال کې ۲۰۰ ټنه غوړي تولید کړي
author avatar
17 Aug 2024 - 16:57

مزارشریف (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۳): بلخ کې د باختر پنبې غوړیو دولتي فابریکې مسوولین وایي چې دې فابریکې په تېر یوه کال کې له ۷۰۰ ټنه پنبه‌دانې ۲۰۰ ټنه غوړي تولید کړي دي.

د باختر پنبې غوړیو دولتي فابریکې عملیاتي امر محمدصدیق براتي پژواک خبري اژانس ته وویل، له ۱۵ کلن ځنډ وروسته دې فابریکې د سرپرست حکومت له بیا واکمنۍ وروسته بیاځلي پر فعالیت پیل کړی دی.

هغه زیاته کړه، دغه فابریکه معیاري او لابراتوار شوي غوړي تولیدوي او په تېر یوه کال کې یې له ۷۰۰ ټنه پنبه‌دانې ۲۰۰ ټنه غوړي تولید کړي دي.

د نوموړي په خبره، دا مهال په دې فابریکه کې ۴۰ کسانو ته په مستقیم ډول کاري زمینه برابر شوې ده.

براتي وویل چې دغه فابریکه د غوړیو ترڅنګ صابون او کونجاره هم تولیدوي.

ورته مهال، د فابریکې یوه کارکوونکي شېرالله پژواک ته وویل چې د دې فابریکې بیا فعالېدو ته خوښ دی.

هغه زیاته کړه، د فابریکې له بیا فعالیت سره ده او ګڼ شمېر نورو کسانو ته د کار او هېواد ته د خدمت فرصت برابر شوی دی.

دغه راز، یو بل کارکوونکی محمدموسی بیا له خلکو غواړي څو د دې فابریکې له محصولاتو، په ځانګړي توګه له غوړیو استفاده وکړي.

نوموړی د پنبې غوړي د روغتیا او له ناروغیو د مخنیوی برخه کې ګټور وبلل.

د یادونې ده، د بلخ د باختر پنبې غوړیو فابریکه په ۱۳۵۳ هجري لمریز کال د سردار محمدداوود خان د واکمنۍ پر مهال تاسیس شوې چې شاوخوا یوه نیمه لسیزه یې فعالیت ولاړ و.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.