کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۳): پاکستاني چارواکي وايي، د بلوچستان ایالت د چاغۍ ولسوالۍ اړوند «ډالبندین» سیمه کې په ډزو د وژل شوو پنځو ناپېژانده کسانو مړي موندل شوي دي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د یادو کسانو مړي تېره ورځ (جمعه) په ډالبندین سیمه کې د پولیسو له مرکز څخه شاوخوا درې کیلومتره لرې، دولتي کالج ته نږدې په داسې حال کې موندل شوي چې د برېښنا پر ستنو راځړول شوي وو.
راپور کې راغلي، د یادو کسانو مړي – چې پر سینه او د بدن پر نورو برخو یې د ګولیو ټپونه دي- د چاغۍ اړوند «شهزاده فهد بن سلطان» روغتون ته وړل شوي دي.
د چاغۍ ولسوالۍ د پولیسو یوه افسر چې نوم یې نه دی ښودل شوی، ویلي: «ټول پنځه قربانیان غیرمحلي کسان ښکاري او احتمال لري چې افغانان وي.»
هغه ویلي: «داسې ښکاري چې دوی په بل ځای کې وژل شوي او وروسته یې مړي کالج ته نږدې ځړول شوي دي. قربانیانو د هویت اسناد نه درلودل.»
تر اوسه کوم کس یا ډلې د یادو کسانو د وژنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن