ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حنفي: ا.ا د ښځو ټولو شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دی

حنفي: ا.ا د ښځو ټولو شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دی

author avatar
17 Aug 2024 - 16:39
حنفي: ا.ا د ښځو ټولو شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دی
author avatar
17 Aug 2024 - 16:39

فیض‌اباد (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۳): د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست ویلي چې په ټولنه کې د ناوړه دودونو او د‌ هغو بدو پایلو له منځه وړلو ته ژمن دي او هیڅ چا ته اجازه نه ورکول کېږي چې له دغو دودونو څخه په استفادې د چا حق ورڅخه واخلي.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست شیخ محمدخالد الحنفي بدخشان ته په خپل سفر کې له مسؤولینو، علماء کرامو او قومي مشرانو سره په یوه غونډه کې ګډون وکړ او ويې ویل، نن فزيکي جګړه پای ته رسېدلې خو غربي هېوادونو «د مغرضه او پروژه‌یي رسنیو په ملاتړ» فکري جګړه پیل کړې ده.

هغه زیاته کړه: «اوس یې وخت رارسېدلی چې په یاد ډګر کې هم بریالي شو او د ټولنې وګړو د اذهانو په تنویر کې یو له بله سره کار وکړو او خپل ولس د غربي نړۍ له ناوړه فکري جګړې څخه خوندي کړو.»

شیخ حنفي د خپلو خبرو په دوام وویل، امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر د اسلامي نظام ځانګړنه ده خو هغه نظام چې امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر په کې نه وي، بشپړ اسلامي نظام یې نشو بللی.

هغه زیاته کړه، امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر ترسره کول د ټولو مسؤولیت دی او ټول باید په یاده چاره کې برخه واخلي.

نوموړي وویل چې اسلامي امارت د ښځو ټولو شرعي حقونو ورکړې ته ژمن دی.

د شیخ حنفي په خبره، امر بالمعروف وزارت لپاره د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ځانګړې تګلاره جوړه شوې چې ټول مسؤولین به د‌ هغې په رڼا کې خپلې چارې مخ ته وړي.

ده وویل، امر بالمعروف وزارت په ټولنه کې ناوړه دودونو او د‌ هغو بدو پایلو له منځه وړلو ته ژمن دی او هیڅ چا ته به اجازه ور نه کړل شي چې له دغه دودونو په ګټې اخيستنې د چا حق ورڅخه واخلي او د دغه وزارت محتسبین په سړه سینه، د نرمښت او سپارښتنو له لارې په تدریجي ډول د منکراتو مخنیوي او معروفاتو اقامې لپاره کار کوي.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وایي، په تېرو شلو کلونو کې د ولس د اذهانو په تخریبولو کې زیاته هڅه شوې، اوس د علماء کرامو او د اسلامي امارت مسوولینو ته اړتیا ده چې د ولس د اذهانو د تنویر لپاره شپه او ورځ کار وکړي او هغوی ته اسلامي نظام ور وپېژني.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.