جلالاباد (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۳): د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، د تورخم دروازه چې نن سهار یو ځل بیا د پاکستاني مسوولينو له لوري د لنډمهال لپاره تړل شوې وه، بېرته خلاصه شوه.
د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر پژواک خبري اژانس ته تایید کړه چې دغه لاره تر شاوخوا شپږ ساعته تړل کېدو وروسته، بېرته د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند حافظ عبدالبصیر زابلي پژواک ته وویل چې دغه لار تر فرضي کرښي هغې خوا ته پاکستاني لوري د عملیاتو لپاره بنده کړې وه.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، پاکستاني ځواکونو هلته عملیات کول چې د تورخم له کمیسار سره د یوې هوکړې له مخې یې لار د لنډمهال لپاره تړلې وه.
بلخوا، ځينو پاکستاني رسنيو هم د کرښې هغې خوا ته د پاکستاني ځواکونو د چاڼيزو عملیاتو او د تورخم دروازې د بندېدو راپورونه خپاره کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم دا دروازه په سيمه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو د نښتو له امله د څو ورځو لپاره تړل شوې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP