کابل، قلعهنو (پژواک، ٢٧ زمری ۱۴۰۳): د نسايي ولادي ناروغيو متخصصين وايي چې د ميندوارۍ پر مهال پر خپل سر د درملو خوړل د جنین د له منځه تلو، مخکې له وخته د زېږون او په ماشومانو کې د سوءشکل لامل کېږي.
د ډاکټرانو په خبره، د میندوارۍ موده نهه میاشتې وي چې درې لومړنۍ میاشتې یې د جنین د جوړښت له امله ډېرې حساسې او مهمې وي چې میندې باید په دې وخت تر ځانګړي مراقبت لاندې وي.
خو د بادغيس په مرکز قلعهنو ښار کې د نسایي ولادي متخصصه ډاکټره هما نېکسیر پژواک خبري اژانس ته وويل، داسې ناروغانې لري چې د ميندوارۍ پر مهال پر خپل سر د درملو خوړلو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوې او ان جنینونه یې له منځه تللي دي.
هغې زیاته کړه: «پر خپل سر د درملو استفاده په میندوارو ښځو کې ډېرې ستونزې، لکه د جنین نه وده او مخکې له وخته ولادت ستونزې پیدا کوي، ان ځيني وخت د جنین د له منځه تلو لامل هم کېږي.»
د هغې په خبره، د ډاکټر له سلا مشورې پرته د درملو استفاده د ماشوم د بدن د غړو د سوءشکل او رواني ناروغیو لامل هم کېږي.
ورته مهال، د کابل ښار په وزیر محمداکبر خان مېنې ساحه کې د شفاجو روغتون د نسایي ولادي معالجه سونیتا بهرام وایي، د میندوارۍ دوره چې نهه میاشتې وي، پر درېیو پړاوونو وېشل کېږي چې ۳۷ اونۍ وخت نیسي.
نوموړې دغه دوره مهمه وبلله او ميندو ته يې سپارښتنه وکړه، د دې ترڅنګ چې پر خپل سر د درملو له استفادې ډډه وکړي، باید د میندوارۍ پر مهال په منظم ډول پلی تګ ولري او د مایعاتو ترڅنګ دې له مېوې، ترکارۍ او ښو خوړو استفاده وکړي.
هغې زیاته کړه: «د ملا درد، د ګیډې او پښتورګو درد هغه ستونزې دي چې میندې د میندوارۍ پر مهال ورسره مخ کېږي، په ورځ کې د ۱۲ ګیلاسه اوبو څښل دغه ستونزې تر یوه بریده له منځه وړي.»
هغې څرګنده کړه، دغه روغتون ته داسې ناروغانې مراجعه کړې چې پر خپل سر د درملو خوړو له امله یې جنین له منځه تللی او د خونریزي له ستونزې مخ شوې دي.
قلعهنو ښار کې درمل پلورونکي: موږ ته د ورځې لسګونه خلک پرته له نسخې مراجعه کوي
قلعهنو ښار کې یوه درمل پلورونکي محمدیار وویل، موږ ته د ورځې شاوخوا ۲۵ داسې کسان مراجعه کوي او درمل پېري چې نسخه ورسره نه وي.
نوموړی زیاتوي چې دغه کسان لکه د سر د درد، فشار، معدې او نورو بېلابېلو درملو غوښتنه کوي.
دغه راز، په قلعهنو کې یو درمل پلورونکی وایي: «موږ ته د ورځې ډېر خلک مراجعه کوي چې نسخې نه وي ورسره، د درد او اسهالاتو درمل غواړي خو زه له نسخې پرته چا ته درمل نه ورکوم؛ ځکه چې هر درمل خپلې منفي اغېزې لري.
د بادغيس یو اوسېدونکى جهانشاه چې له نسخې پرته د درملو اخیستو لپاره د قلعهنو ښار یوه درملتون ته ورغلی وایي، پیسې یې نه لرلې چې ډاکتر ته ورشي.
هغه میندې چې د میندوارۍ پر مهال یې پر خپل سر درمل خوړلي
٤٥ کلنه بيبيګله چې اووه کلن ماشوم يې عصبي ستونزه لري وايي، د ميندوارۍ پر مهال يې پر خپل سر درمل کارول او اوس يې ماشوم ذهني ستونزه لري.
هغې زياته کړه: «ډاکټرانو راته ويل چې تا پر خپل سر درمل اخیستي، له همدې امله دې زوی ذهني ستونزه لري، ډېره پېښمانه یم چې ولې مې پر خپل سر درمل کارول.»
ورته مهال، په قلعهنو ښار کې یوه بله مېرمن چې د میندوارۍ پر مهال یې پر خپل سر درمل خوړلي او لور یې سوءشکل زېږېدلې ده.
هغې وویل: «زما د لور یو لاس کوږ دی، ډاکټران وايي چې د میندوارۍ پر مهال دې پر خپل سر درمل خوړلي او دا ستونزه پیدا شوې ده.»
د بادغيس د عامې روغتيا رياست مسوولینو د دغه ولایت د یو شمېر اوسېدونکو له خوا پر خپل سر د درملو استفاده تاییدوي.
د بادغيس د عامې روغتيا ریاست مرستيال ډاکټر عجب خان حميدي پژواک ته وويل، د اقتصادي ستونزو او د خلکو د پوهاوي کچې ټيټوالي له امله ځيني کورنۍ ډاکټر ته له مراجعې پرته پر خپل سر درمل خوري.
هغه وویل، دوی د قلعهنو ولایتي روغتون روغتیایي ټيمونو له خوا خلکو ته په دوامدار ډول پوهاوی ورکوي او درمل پلورونکو ته مو هم سپارښتنه کړې چې د ډاکټر له نسخې پرته چا ته درمل ور نه کړي.
هغه زياتوي چې د دغه رياست روغتيايي ټيمونه په پرلهپسې ډول د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې نظارت کوي او له سرغړوونکو برخورد کوي.
باید وویل شي چې دغه ستونزه له پخوا راهیسې په دغه ولایت کې شتون لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP