کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند وایي چې د دوو وزارتونو لپاره مرستیالان، د څلورو ادارو لپاره رییسان، درې قوماندانان او د بغلان لپاره مرستیال والي ګومارل شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې دغه ټاکنې د اسلامي امارت د مشرتابه شیخ هبتالله اخندزاده د حکم پر اساس شوې دي.
هغه لیکلي، د برېښنا شرکت مخکنی رییس ملا محمدحنیف حمزه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال، د چارو ادارې لوی ریاست د کادري چارو، اصلاحاتو او د امارت تشکیلاتو د بیاکتنې مخکنی رییس مولوي حسامالدین صابري د کانونو او پټرولیم وزارت د مالي او اداري مرستیال، د ۲۰۵ البدر قولاردو د پنځمې سرحدي لواء مخکنی قوماندان ملا امینالله زبیر د هلمند د امنیه قوماندان، ملا محمدهمایون جهادیار د بغلان د والي د مرستیال او د هلمند مخکنی امنیه قوماندان مولوي عبدالحکیم مبارک د ۲۰۵ البدر قولاردو د پنځمې سرحدي لواء د قوماندان په توګه ګومارل شوي دي.
هغه لیکلي چې دغه راز د بغلان د والي مخکنی مرستیال ملا احمدالله مبارک د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې د لومړۍ پلې لواء د قوماندان، د چارو ادارې لوی ریاست مخکنی مالي او اداري معاون قاري عبدالولي صدیقي د اریانا افغان هوايي شرکت د ريیس، د اوبو او برېښنا وزارت د انرژۍ مخکنی مرستیال مولوي حمدالله زاهد، د عامې روغتیا وزارت وزارت د خوړلو او درملو معین په توګه، د عامي روغتیا وزارت د خوړو او درملو مخکنی معین ډاکټر عبدالباري عمر، د افغانستان برېښنا امارتي شرکت د رئیس په توګه.او د افغانستان د اوسپنيزې کرښې مخکنی مالي او اداري مرستیال محمدنعیم اغا د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د رییس په توګه ټاکل شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن