Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ا.ا رییس‌الوزراء د روغتیایي معایناتو لپاره عربي متحده اماراتو ته سفر کړی

کابل (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۳): د اسلامي امارت رییس‌الوزراء ملا محمدحسن اخند د صحي معایناتو لپاره متحده عربي اماراتو ته تللی او د دغه هېواد د دولت رییس، محمد بن زاید ال نهیان یې عیادت کړی دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، محمد بن زاید ال نهیان د رییس‌الوزراء د عیادت ترڅنګ عربي متحده اماراتو ته د هغه په سفر خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي: «عربي متحده امارات د خپل ورور هېواد افغانستان د بیارغونې برخه کې د هغه ملاتړ کوي.»

مجاهد زیاته کړې، د افغانستان رییس‌الوزراء هم د عربي متحده امارات دولت د رییس له عیادت څخه خوښي څرګنده کړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د «ورورولۍ اړیکو» پر ټینګېدو ټینګار کړی دی.

په دغه سفر کې د اسلامي امارت لوړپوړی غړی انس حقاني د رییس‌الوزراء ملتیا کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.