ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد: زموږ د نیکونو مبارزې په ټولو اشغال شوو هېوادونو کې ښکېلاک له ماتې سره مخ کړ

مجاهد: زموږ د نیکونو مبارزې په ټولو اشغال شوو هېوادونو کې ښکېلاک له ماتې سره مخ کړ

author avatar
18 Aug 2024 - 15:03
مجاهد: زموږ د نیکونو مبارزې په ټولو اشغال شوو هېوادونو کې ښکېلاک له ماتې سره مخ کړ
author avatar
18 Aug 2024 - 15:03

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۳): د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د هېواد د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۵مې کالیزې په مناسبت ویلي، د انګرېزانو پر وړاندې د افغانانو مبارزې نه یوازې افغانستان کې ښکېلاک پای ته ورساوه، بلکې د سیمې او نړۍ په کچه اشغال شوو هېوادونو کې یې هم ښکېلاک له ماتې سره مخ کړ.

اسلامي امارت نن یکشنبه (د زمري ۲۸مه) په یوه اعلامیه کې د انګرېزي ښکېلاک د ماتې د ۱۰۵مې کالیزې د را رسېدو له امله مبارکې ویلې ده.

اعلامیه کې راغلي، یو سل او پنځه کاله مخکې افغانانو د علمای کرامو په فتوی او د هغوی تر رهبرۍ لاندې د انګریزي ښکېلاک پر وړاندې جهادي مبارزه وکړه او په پر له پسې توګه یې انګرېزان مات کړل او له خپلې خاورې یې وشړل.

اعلامیه کې دغه‌راز راغلي: «د بریتانوي استعمار پر وړاندې زموږ د مجاهدو اسلافو نه ستړې کېدونکې جهادي مبارزه نه یوازې افغانستان کې د ښکېلاک د ماتې لامل شوه بلکې د سیمې او نړۍ په سطحه یې په ټولو اشغال شوو او استعمارځپلو ملکونو کې ښکېلاک له ماتې سره مخامخ کړ.»

د اسلامي امارت په اعلامیه کې دغه‌راز زیاته شوې چې افغانان د خپلو نیکونو په پیروۍ یوه پېړۍ وروسته هم «د فتحې را وستلو» او اشغال ختمولو روحیه لري.

د اعلامیې په پای کې راغلي: «افغانان د قوي ایمان، زړورتوب او جهاد له برکته توانېدلي چې د شوروي او بریتانوي یرغلګرو په څېر د امریکا په مشرۍ غربي یرغل هم مات کړي.»

د یادونې ده چې نن یکشنبه (د زمري۲۸مه) له انګرېزانو څخه د هېواد د خپلواکۍ بېرته اخیستو له ورځې سره برابره ده او امان‌الله خان په دغه ورځ د افغانستان خپلواکي رسماً اعلان کړه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.