اېبک (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۳): سمنګان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د سمنګان – بلخ پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.
د سمنګان د ترافیکو مدیر قاري محمدنذیر سعد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه پېښه نن سهار ۸ بجې شوې ده.
سعد زیاته کړه، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو سراچه موټر له بلخ څخه سمنګان پر لور روان و چې د سمنګان – بلخ پر لویه لار یې د جمشیدي تیلو ټانک په مربوطاتو کې له یو کرولا موټر سره ټکر وکړ.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه پېښه کې یو کس مړ او د ماشومانو په ګډون څلور نور کسان ټپیان شوې دي.
نوموړي د پېښې لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي وبلله.