ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ ملي لوبډلې دوه مخکښ لوبغاړي هېواد ته را ستانه شول

د کرکټ ملي لوبډلې دوه مخکښ لوبغاړي هېواد ته را ستانه شول

author avatar
18 Aug 2024 - 12:13
د کرکټ ملي لوبډلې دوه مخکښ لوبغاړي هېواد ته را ستانه شول
author avatar
18 Aug 2024 - 12:13

کابل (پژواک، ۲۸ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د کرکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړي راشدخان او نوین‌الحق نن سهار هېواد ته را ستانه شول.

کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوري راشدخان او نوین‌الحق نن سهار کابل ته را ورسېدل.

دغه‌راز، د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند سیدنسیم سادات نن پژواک ته وویل چې راشدخان او نوین‌الحق ته د ډاکټرانو له لوري درې درې اونۍ استراحت ورکړل شوی او دا چې په شپږیزه لیګ کې به دواړه ولوبېږي او کنه، دا د دوی په روغتیا پورې اړه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې زمری میاشتې په ۲۳مه د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بل لوبغاړی محمدنبي هم هېواد ته راستون شوی او اوس په شپږیزه لیګ سیالیو کې مس عینک لوبډله کې لوبېږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.