Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیکا کې د پلتوني اوبو بند جوړولو چارې بېرته پیل شوې

کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۳): پکتیکا کې د پلتوني بند جوړولو چارې نن د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا بېرته پیل شوې.

د دغه بند جوړولو چارې په ۱۳۹۹ کال کې د پخواني حکومت پر مهال پیل شوې خو په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته ودرېدې.

د پلتوني اوبو بند جوړولو چارو د پیل مراسمو کې چې نن جوړ شوي وو، د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، دغه بند د شاوخوا ۲۵ میلیون مترمکعب اوبو زېرمه کولو او ۲۵۰۰ هکټاره ځمکې خړوبولو ظرفیت لري او ۹۳۵ کیلوواټ برېښنا به هم تولید کړي.

هغه دغه راز زیاته کړه چې د دغه بند په جوړېدو به سلګونو هېوادوالو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي.

د نوموړي په خبره، اسلامي امارت دا درک کړې ده چې د پياوړي اقتصاد لپاره کرنه مهمه ده او د کرنې د ودې لپاره اوبه تر ټولو مهمه اړتیا ده.

د برادر په وینا، د اوبو مدیریت د اسلامي امارت په لومړیتونو کې دی او تل یې له پانګوالو غوښتي څو په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د اقتصادي مرستیال د معلوماتو له مخې،  دغه پروژه د اسلامي امارت په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت له لوري د دوه‌نیمو کلونو موده کې رغول کېږي چې په بشپړېدو به یې د دغه ولایت د مرکز ښرنې ترڅنګ د نږدې سیمو د ځمکې لاندې اوبه ډېرې شي، کرنیزې ځمکې به خړوبې او سېلابونه به کنټرول شي او د چاپېریال خونديتوب کې به رغنده رول ولوبوي.

د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست مولوي عبدالطيف منصور هم وويل چې د پلتوني بند جوړولو چارې د اسلامي امارت له بودجې جوړیږي او شاوخوا ۸۵۱ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي.

د ملي پراختيا شرکت عمومي رييس عبدالرحمن عطاش وويل چې دوی په هېواد کې د اوبو مهارولو لپاره تر خپله وسه هڅې کوي.

هغه زیاته کړې چې قراردادي شرکت به د یاد بند چارې په ښه کیفیت او به ټاکلې موده کې به پای ته ورسوي.

د پلتوني سيمې يوه اوسېدونکي ګلاب پژواک ته وويل چې د دغه بند چوړولو چارو په بشپړېدو به يې ډېره ځمکې چې له کرنې پاتې دي، ابادې شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.