کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۳): د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال وایي چې د سیمې هېوادونه باید له داسې پاروونکو اقداماتو او څرګندونو ډډه وکړي چې د سیمې ثبات او امنیت اخلالوي او د همکاریو روحیه له منځه وړي.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال دغه څرګندونې پرون د خپلواکۍ د ۱۰۵مې کالیزې په مناسبت د ملي ټلوېزیون په تالار کې په جوړې شوې غونډه ته کړې دي.
هغه ویلي: «زموږ ګاونډي او د سیمې هېوادونه باید ډاډه واوسي چې د افغانستان له خاورې څخه به چا ته ګواښ پېښ نه شي، هیلهمن یو چې د سیمې هېوادونه هم د افغانستان شرایط درک او له غیر مسوولانه چلند او څرګندونو ډډه وکړي.»
نوموړي زیاته کړې، د سیمې هېوادونه باید له داسې پاروونکو اقداماتو او څرګندونو ډډه وکړي چې د سیمې ثبات او امنیت اخلالوي او د همکاریو روحیه له منځه وړي.
مولوي کبیر ویلي: «پوځي تحولات او نیابتي جګړې د سیمې د پرمختګ مخه ډپ کوي او د هېڅ هېواد په ګټه یې نه بولو، موږ غواړو چې افغانستان او د سیمې نور هېوادونه د جګړو او تاوتریخوالي پر ځای پر همکاریو او پراختیا بحث وکړي.»
د هغه په خبره چې اسلامي امارت د جګړې او کړکېچ طرفدار نه دی خو د یوه مشروع نظام په توګه د خپلې خاورې او خلکو د دفاع مسوولیت لري او د دې مسوولیت په ترسره کولو کې به له هیڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي.
نوموړی وایي، له سلو کلونو وروسته اسلامي امارت د افغانستان، سیمې او نړۍ وضعیت او سیاستونو ته په کتو خپل بهرنی سیاست ترسیم او ترتیب کړی دی.
د هغه په وینا، د اسلامي امارت بهرنی سیاست اقتصادمحوره او ناپېیلی دی چې له ټولو هېوادونو سره په متقابل احترام ولاړې اړیکې او تعامل غواړي.
نوموړي ویلي: «زموږ کورنی او بهرنی سیاست د اسلامي احکامو، ملي ګټو، ارزښتونو او لومړیتوبونو پر اساس ترتیب شوی چې په عملي کېدو سره به یې افغانستان تلپاتي ثبات او توسعې ته ورسېږي»
ده زیاته کړې: «موږ په سیاست کې د افراط او تفریط پر ځای ترجیح ورکوو چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې د ملي منافعو او عیني شرایطو پر اساس خپل طبیعي سیر طی کړی.»
د مولوي کبیر په وینا، اسلامي امارت د افغانستان له ستراتېژیک موقعیت څخه په استفادې کوښښ کوي چې د سیمې د اتصال او د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ د ترانزیټ او همکاریو د پراختیا لپاره کار واخلي.
دی وایي: «موږ غواړو چې د منطقوي پروژو په عملي کولو سره، سیمه د اقتصادي پياوړتیا او ثبات پر لور ګامونه واخلي.»
د یادونې ده چې له نن څخه پوره ۱۰۵ کاله مخکې غازي امانالله خان له انګرېزانو څخه د افغانستان ازادي بېرته ترلاسه کړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP