کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت وایي، یو داسې سیسټم یې جوړ کړی چې هیڅوک نه شي کولای په جعلي پېژندپاڼو سیمکارت ترلاسه او ثبت کړي.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت ویاند عنایتالله الکوزي تېره ورځ پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د یاد وزارت د سیسټم جوړونې ریاست له خوا د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) د سیمکارتونو د ثبت نوې کړنلارې پر بنسټ د سیمکارتونو د ثبت پروسې د ښه مدیریت لپاره یو ډېر پرمختللی سیسټم رامنځته شوی دی.
سرچینه کاږي، د دغه سیسټم له فعالیت سره اوس هیڅوک نه شي کولای چې په جعلي پېژندپاڼو سیمکارت ترلاسه او ثبت کړي.
سرچینه زیاتوي چې د یاد سیسټم د مخابراتي شبکو د سیمکارتونو د خرڅلاو برخه یې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د برېښنایي پېژندپاڼو له سیسټم سره نښلولې چې پر مټ یې د برېښنایي تذکرو له مخې د پېرودونکو د پېژندنې تثبیت ترسره او د اترا ادارې له تایید وروسته، هغوی ته سيمکارتونه وېشل کېږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې ۲۵ میلیونه فعال سیمکارتونه موجود دي چې لس میلیون سیمکارتونه د برېښنایي پېژندپاڼو پر اساس ثبت شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن