ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 د اروزګان ـ کندهار لویې لارې جوړولو چارې پیل شوې

 د اروزګان ـ کندهار لویې لارې جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
20 Aug 2024 - 16:17
 د اروزګان ـ کندهار لویې لارې جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
20 Aug 2024 - 16:17

ترینکوټ (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۳): د اروزګان – کندهار لویې لارې په اړه د پژواک خبري اژانس د راپور له خپرېدو وروسته اوس د اروزګان ځایي مسوولین وايي، د دې لارې د یوې برخې جوړولو چارې یې پیل کړې دي.

پژواک خبري اژانس د روانې زمري میاشتې په ۲۱مه د اروزګان ـ کندهار لویې لارې د خرابوالي او د خلکو ستونزو په اړه راپور خپور کړ چې اوس د اروزګان د ټولګټو ریاست مسوولین وايي، د دې لارې د یوې برخې جوړولو چارې یې پیل کړې دي.

د ټولګټو رییس مولوي ادم‌جان نعماني پژواک ته وویل، دغه لار چې ۱۶۵ کیلومتره اوږده، اوسمهال یې د ۴۰ کیلومتره برخې هوارکارۍ او چغل‌اچونې چارې پیل کړې چې د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ له تنابچوی تر البکانو سیمې پورې رسېږي.

نعماني زیاته کړه: «د هوارکارۍ او جغل‌اچونې د دې کار مالي ملاتړ د ولایت مقام له خوا کېږي، تخنیکي وسایل یې زموږ د یاد ریاست او د ملي اردو د څلورمي لوا د انجنیرۍ او همدارنګه د یو شمېر خصوصي شرکتونو دي.»

نوموړی وايي، هڅه کوي د دې لارې د اساسي رغولو لپاره هم بودجه پيدا او کار یې پیل کړي.

ورته مهال، پر دې لار تلونکي مسافر او موټرچلوونکي خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې دغه لار دې په پاخه او اساسي ډول جوړه شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.