Language

افغان فلم درې مستند فلمونه نندارې ته وړاندې کړل

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان د اطلاعات او فرهنګ وزارت اړوند افغان فلم درې مستند فلمونه نن په کابل کې نندارې ته وړاندې کړل.

د افغان فلم رییس فیض‌الله جوهري په دې اړه د افغان فلم تالار کې جوړې شوې غونډې ته وویل، دغه ریاست په تېرو لسو میاشتو کې درې مستند فلمونه جوړ کړي چې نن به نندارې ته وړاندې شي.

نوموړي زیاته کړه چې لومړی فلم "ارشیف ملي" نومېږي چې د تاریخي اثارو د شتون او ساتنې په اړه دی، دویم "د بمونو مور" چې په ننګرهار کې د امریکایانو له خوا غورځول شوي بم او د سیمې د خلکو د ژوند په اړه دی او درېیم "په هلمند کې د امریکایانو وحشتونه" نومېږي چې د سنګین په ولسوالۍ کې د امریکایانو د ظلمونو کیسې بیانوي.

جوهري همدارنګه وویل، افغان فلم او تیاتر د ټولنې د مهمو مسایلو په اړه خلکو ته پوهاوی ورکوي او د فرهنګونو او تاریخ ژوندي ساتلو لپاره کار کوي.

ورته مهال، د اطلاعات او فرهنګ وزارت د هنر او فرهنګ مرستیال مولوي عتیق‌الله عزیزي په دې غونډه کې وویل، په تېرو شلو کلونو کې پردي فرهنګونه افغانستان ته راوړل شوي وو چې له افغانیت سره په ټکر کې وو، خو د اسلامي امارت له راتلو وروسته دغه څه له منځه تللي دي.

عزیزي زیاته کړه، په افغانستان کې خلکو ډېر ځور لیدلی او اړتیا ده چې دا ټولې کیسې ثبت شي او د تاریخ برخه وګرځي.

د غونډې په وروستیو کې یاد فلمونه نندارې ته وړاندې شول او ګډونوالو یې په اړه خپل نظرونه هم شریک کړل.