Language

بلېنکن: اسراییل د امریکا د اوربند طرحه منلې ده

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۳): د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا بهرنیو چارو وزیر ویلي چې اسراييل د امریکا له خوا د اوربند وړاندیز شوې طرحه منلې او له حماسه يې هم غوښتي چې دغه طرحه ومني.

پرون د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اسراییل پلازمېنې تل‌ابیب ته تللی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، انټوني بلېنکن ویلي چې د اسراييل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا له لوري د اوربند وړاندیز شوې طرحه منلې ده.

هغه له حماسه هم غوښتي چې یاده طرحه ومني.

login or register a new account.