کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت د بشرپالنې نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په تېر زېږدیز کال کې یې له څه باندې ۲،۷ میلیون افغانانو سره مرسته کړې ده.
د اګسټ میاشتې ۱۹مه د بشرپالنې له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.
د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت پرون پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «انګلیستان وياړي چې تېر مالي کال زموږ بشري مرستې د ۱،۳ میلیون ښځو په ګډون څه باندې ۲،۷ میلیون خلکو ته رسېدلې دي.»
سرچینې د یادې مرستې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړۍوال پروګرام د روانې زمري میاشتې په ۲۴مه ویلي وو چې بریتانیا له افغانستان سره ۴۰ میلیون پونډه چې ۵۰ میلیون امریکایي ډالر کېږي، مرسته کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP