Language

د بلخ په نهرشاهي ولسوالۍ کې د یوه کلینیک جوړولو چارې پیل شوې

مزارشریف (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۳): د بلخ ولایت په نهرشاهي ولسوالۍ کې د یوه خیریه بنسټ له لوري د نږدې اووه میلیون افغانیو په لګښت د یوه کلینیک جوړولو چارې پیل شوې.

د بلخ عامې روغتیا ریاست مرستیال شیخ میر صدام پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کلینیک چې ځمکه یې د خلکو له لوري ورکړل شوې، د میوند خیریت بنسټ په مالي ملاتړ د شپږ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت د درېیو میاشتو په موده کې جوړېږي.

صدام زیاتوي چې د دغه کلینیک ټول تجهیزات او درمل د یاد خیریه بنسټ له لوري د راتلونکو پنځو کلونو لپاره په وړیا توګه ورکول کېږي.

بلخوا، د یادې سیمې اوسېدونکي د دغه کلینیک جوړېدو ته خوښ دي.

login or register a new account.