ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شرافت زمان: په افغانستان کې د اېم‌پاکس ناروغۍ د مخنیوي لپاره هڅې پیل شوې دي

شرافت زمان: په افغانستان کې د اېم‌پاکس ناروغۍ د مخنیوي لپاره هڅې پیل شوې دي

author avatar
20 Aug 2024 - 16:10
شرافت زمان: په افغانستان کې د اېم‌پاکس ناروغۍ د مخنیوي لپاره هڅې پیل شوې دي
author avatar
20 Aug 2024 - 16:10

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د اېم‌پاکس ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره هڅې پیل کړې دي، وایي دې برخه کې یې ځینې تګلارې هم جوړې کړې دي.

اېم‌پاکس ناروغي ـ چې پخوا د منکي پاکس (د بیزو چیچک) په نامه پېژندل کېده- له اخته کس سره د جنسي اړیکې، د پوستکي تماس، له نږدې د خبرو او تنفس له لارې لېږدي؛ دا ناروغي د والګي په څېر د نښو نښانو او د پوستکي د ټپونو لامل کېږي او کېدای شي مرګونې ثابته شي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د زمري په ۲۵مه د افریقا په ځینو برخو کې د دې ناروغۍ د خپرېدو له امله د عامې روغتیا بېړنی وضعیت اعلان کړ او ویلي وو چې دغې ناروغۍ په کانګو جمهوریت کې د خپرېدو په لومړیو کې لږ تر لږه ۴۵۰ کسان وژلي دي.

د زمري په ۲۶مه د پاکستان د عامې روغتیا ادارې هم اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د اېم‌پاکس ناروغۍ یوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان په یوه انځوریز کلپ کې ویلي، د دغه وزارت د رهبرۍ له لوري له تېرو څو ورځو راهیسې د اېم‌پاکس ناروغۍ د مخنیوي لپاره غونډې ترسره شوې او اړوندو څانګو ته دنده سپارل شوې څو وکولی شي د هېواد دننه له دې ناروغۍ مخنیوی وکړي.

هغه ویلي: «موږ په پوره وس او توان سره کوښښ کوو تر څو د دې ناروغۍ له سرایت څخه په افغانستان کې مخنیوی وکړو، تر اوسه پورې موږ د هېواد دننه د دې ناروغۍ پېښه نه لرو او کوښښ کوو چې د جدي وقایوي تدابیرو له لارې د دې ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیسو.»

زمان ویلي چې یاد وزارت له نړۍوالو بنسټونو سره هم د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره په اړېکه کې دی او ځینې لومړني طرزالعملونه او تګلارې نهایي شوې دي څو یې له لارې په صفري نقطو کې د دې ناورغۍ مخنیوی وکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.