ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ا.ا مشرتابه والیانو ته: هېچا ته د غیرشرعي کړنو ترسره کولو اجازه مه ورکوئ

د ا.ا مشرتابه والیانو ته: هېچا ته د غیرشرعي کړنو ترسره کولو اجازه مه ورکوئ

author avatar
20 Aug 2024 - 18:29
د ا.ا مشرتابه والیانو ته: هېچا ته د غیرشرعي کړنو ترسره کولو اجازه مه ورکوئ
author avatar
20 Aug 2024 - 18:29

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۳): د ا.ا مشرتابه د ټولو ولایتونو له والیانو سره په ليدنه کې هغوی ته سپارښتنه کړې چې هېچا ته دې د غیرشرعي کړنو ترسره کولو اجازه نه ورکوي او په اسلامي روحیه د ځوان نسل روزنې ته دې پاملرنه وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې مشرتابه د ټولو ولایتونو له والیانو سره غونډه وکړه.

هغه لیکلي، د اسلامي امارت مشر شیخ هبت‌الله اخندازده په دغه ليدنه کې والیانو ته د ښې اسلامي حکومتولۍ، خپلو مسوولیتونو ته د پاملرنې او نور بېلابېلو موضوعاتو په اړه وینا وکړه.

مجاهد لیکلی: «عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په خپله وینا کې دوی ته وویل چې تاسو د جهاد د میدان اولني فاتحین یاست، د جنګ په لومړۍ کرښه کې به تاسو واست، ستاسو تر قومندې لاندې په لسګونو او سلګونو مجاهدین شهیدان شوي دي، د دوی ارمانونو ته تحقق ورکړئ، اسلامي نظام ټینګ کړئ، د شریعت قانون پلی کړئ او الهي احکام را ژوندي کړئ، هیچاته اجازه مه ورکوئ چې په ولایتونو کې غیر شرعي کړنې ترسره کړي، د خلکو عقیدوي او فکري اصلاح ته لازمه توجه وکړئ او د علماوو سره تعلق وساتئ، علماء په اعتماد کې وساتئ او د دین په تنفیذ کې مشورې او کار ځنې واخلئ، د ځوان نسل روزنې ته ښه توجه وکړئ او په اسلامي روحیه سمبال نسل وروزئ.»

د اسلامي امارت ویاند لیکلي، په پای کې مشرتابه له ټولو والیانو څخه د نظام د ساتنې او شریعت د تطبیق اړوند نظرونه واورېدل او په اړه یې دوی ته لازم هدایات وکړل.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.