Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سټنډرډ عالي شورا ۲۴ سټنډرډونه تصویب کړل

د سټنډرډ عالي شورا ۲۴ سټنډرډونه تصویب کړل

author avatar
20 Aug 2024 - 15:21
د سټنډرډ عالي شورا ۲۴ سټنډرډونه تصویب کړل
author avatar
20 Aug 2024 - 15:21

کابل (پژواک، ۳۰ زمری ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال وايي چې افغانستان د اقتصادي ودې برخه کې لومړني ګامونه اخلي، اړتیا ده د سیمه‌ييزې او نړۍوالې سیالۍ لپاره له ملي او نړۍوالو معیارونو سره سم محصولات او خدمات وړاندې کړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت له لوري نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا لومړنۍ غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.

خبرپاڼه کې راغلي چې ملا برادر دې غونډې ته وویل، افغانستان د اقتصادي ودې او پراختیا برخه کې لومړني ګامونه اخلي؛ اړتیا ده د سیمه‌ييزې او نړۍوالې سیالۍ لپاره له ملي او نړۍوالو معیارونو سره سم محصولات او خدمات وړاندې کړي.

ده هغه په خبره، سټنډرډونه د محصولاتو او تولیداتو د کیفیت او اعتبار تضمینوونکي دي، څو په ملي، سیمه‌ییزو او نړۍوالو بازارونو کې سیالي وکړي او په نړۍواله کچه ومنل شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د سټنډرډ عالي شورا اساسي فعالیت ته په اشاره وویل، د دې شورا اساسي دنده یوازې د سټنډرډونو معرفي کول نه دي، بلکې اساسي مسوولیت یې دا دی چې د سټنډرډونو له اغېزناک تطبیقه ډاډ ترلاسه کړي، څو د هېواد د ملي ودې او پراختیا برخه کې اساسي عملي ګامونه پورته کړي.

هغه زیاته کړه، دغه شورا به د یو ملي او بنسټیز مسوولیت له مخې د موجوده او راتلونکو نسلونو د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره هڅه وکړي چې د سټندرډونو په تطبیق کې عدالت، روڼتیا او د دوامدارې پراختیا اصل تأمین کړي.

ملا برادر زیاتوي، د سټنډرډونو مؤثر تطبیق به په تولیداتو کې د همغږۍ، د سوداګرۍ پراختیا، د اضافي لګښتونو مخنیوی او د وخت سپما وشي، د دې ترڅنګ به له پرمختللو هېوادونو افغانستان ته د نوې ټکنالوجۍ د لېږد لامل وګرځي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال پر ټولو ملي سوداګرو او صنعت‌کارانو غږ وکړ چې د سټنډرډ عالي شورا له لوري د تصویب شوو سټندرډونو په نظر کې نیولو سره باکیفیته تولیدات او محصولات هېوادوالو ته وړاندې کړي.

برادر د سټنډرډ عالي شورا له ټولو غړو وغوښتل چې دغه لوی ملي مسوولیت په پوره ژمنتیا، مسلکیتوب او اخلاص ترسره کړي او د شورا په راتلونکو غونډو کې له واضحو لاسته‌راوړنو سره ګډون وکړي.

خبرپاڼه کاږي، دې غونډې ته د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي کمېټې له لوري ۲۴ نوي سټنډرډونه د بحث لپاره وړاندې شول.

د سرچینې په وینا، د دغو سټنډرډونو له جملې ۱۴ د مشخصاتو او ۱۰ د ازمایښت لارو چارو اړوند دي چې تر هر اړخیز بحث وروسته تصویب او ټولو اړوندو وزارتونو او ادارو ته سپارښتنه وشوه څو یاد سټنډرډنه په ښه ډول پلي، د سټنډرډ ملي اداره یې وخت پر وخت څارنه ترسره او خپل راپور د سټنډرډ عالي شورا له مشرتابه سره شریک کړي.

د خبرپاڼې په حواله، دغه سټنډرډونه د خوراکي، ساختماني، نفتي، کیمیاوي او پلاستیکي توکو او همدا راز نساجي اړوند دي او سربېره پر دې د سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي کمېټو له لوري د ۳ سټنډرډونو په اړه بیاځلي کتنه هم ترسره شوې ده.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د سټنډرډ عالي شورا د ریاست‌‌الوزرا عالي مقام د (۲۰۸۳) ګڼې حکم پر اساس د روغتیا او مصونیت د ساتنې، د کیفیت د تأمین، له مستهلک څخه د ملاتړ، د سوداګرۍ د اسانتیا، د واحدو قواعدو او معیارونو رامنځته کولو او د هغوی د تطبیق او چاپېریال ساتنې په موخه جوړه شوې ده.

د یادونې ده، د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د تېر ۱۴۰۲ لمریز کال د لړم میاشتې په ۸مه ویلي وو چې د سټنډرډ ملي شورا مشري ملا عبدالغني برادر کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.