کابل (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۳): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي چې د هېواد د فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډله د مرکزي اسیا (کافا) سیالیو کې نن خپله دویمه لوبه له تاجکستان سره ترسره کوي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د هېواد د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډله د مرکزي اسیا (کافا) سیالیو په لړ کې نن له تاجکستان سره دویمه لوبه ترسره کوي.
یاده سیالي د تاجکستان په دوشنبه ښار کې د کابل پر وخت د شپې نهه بجې ترسره کېږي.
که افغان لوبډله دغه لوبه وګټي، نو د دغو سیالیو پایلوبې ته به لاره ومومي.
دغه راز، په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د تاجکستان، ایران، ازبکستان، قرغيزستان او ترکمنستان د فوټبال د ۱۷ کلنو ملي لوبډلې برخه لري.
د یادونې ده، د افغانستان د فوټبال ۱۷ کلنو ملي لوبډلې وړمه ورځ په خپله لومړۍ لوبه کې قرغیزستان ته دوه په صفر ماتې ورکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP