Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې د خلکو په شخصي لګښټ یوه دینی مدرسه جوړیږي

غزني‌ښار (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۳): د غزني سېمه‌ییز چارواکي وایي، دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د خلکو په شخصي لګښت د شپږ میلیون افغانیو په ارزښت د یوې دیني مدرسې د جوړولو چارې پيل شوې.

د پوهنې وزارت سرپرست ‎مولوي حبیب الله‌اغا د یادې مدرسې د پرانېستې په مراسمو کې وویل چې د دې دیني مدرسې جوړول به د سیمې د دیني تعلیماتو په برخه کې یو مهم ګام وي.

د هغه په خبره، دغه مدرسه به د معیاري تعلیم سره سره، د عصري زده کړو په برخه کې هم اغیزمنه ونډه ولري او دغه وزارت هڅه کوي‎چې د مدارسو او ښوونځیو پر کیفیت کار وکړي.

د غزني پوهنې رییس مولوي میر نصیر احمد حسیني هم وویل چې دغه مدرسه د ګیلان ولسوالۍ د یوه سوادګر له لورې د دغه ولایت په شنکۍ کلي کې په ۱۲ جریبه ځمکه باندې جوړیږي.

د هغه په خبره، د یادې مدرسې د تعمیر به ١٠ درسي ټولګي یوه اداري خونه، یو باب جومات، د څښاک پاکو اوبو سیسټم، د برېښنا سیسټم، او یو شمېر نور اړین ملحقات ولري.

تر دې مخکې هم د خلکو په شخصي لګښت په دغه ولایت کې شخصي مدرسې جوړې شوې وې

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.