Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کونړ د والي مرستیال: له خبریالانو سره همکارۍ ته ژمن یو

اسعداباد (پژواک، ۳۱ زمری ۱۴۰۳): د کونړ د والي مرستیال په دغه ولایت کې د یو شمېر رسنيو له خبريالانو سره په ناسته کې ویلي، له خبریالانو سره هر ډول همکارۍ ته ژمن دي او هڅه کوي پر وخت کره او دقیق معلومات ورکړي.

د کونړ د والي مرستیال عبدالله حقاني چې په خپل کاري دفتر کې یې د یو شمېر رسنیو له استازو سره خبرې کولې وویل، رسنۍ د نظام او ټولنې سترګې دي او حکومتي ادارې باید د معلوماتو په ورکولو کې ورسره پوره همکاري وکړي.

هغه وویل: «رسنۍ د حکومت او ټولنې سترګې دي، په کار ده چې پر وخت د معلوماتو په ورکولو کې ورسره همکاري وشي.»

نوموړي زیاته کړه، په هېواد کې فزیکي جګړه پای ته رسېدلې او اړتیا لیدل کېږي چې د فکري جګړې لپاره داخلي رسنۍ خپل اسلامي او افغاني مسوولیت او وجیبه په سمه او صادقه توګه سر ته ورسوي.

ورته مهال، د یوه سیمه‌ییز ټلوېزیون خبریال پروېز څرګند وویل، اطلاعاتو ته لاسرسی د خبریالانو حق دی او غوښتنه یې وکړه چې حکومتي ادارې باید له خبریالانو سره پر وخت معلومات شریک کړي.

نوموړي زیاته کړه: «موږ اړتیا لرو پر وخت کره او سم معلومات ترلاسه کړو، په دې برخه کې لا هم ستونزې شته، د یو شمېر ادارو مسوولین نه حاضریږي چې د رسنیو له استازو سره د خپلو کړنو په تړاو معلومات شریک کړي.»

دغه راز یوه خبریال محمدناصر ملنګزي وویل، ډېر ځله له مرکزه یو شمېر لوړپوړي چارواکي دغه ولایت ته کاري سفرونه کوي خو د رسنیو استازې ترې ناخبره پاتې کېږي.

هغه وویل، ولایتي اداره باید د حکومتي ادارو ترمنځ همغږي پیاوړې کړي او د رسنیو استازو ته د معلوماتو ورکولو ترڅنګ ډاډمن کاري چاپېریال هم رامنځته کړي.

د یادونې ده، واک ته د اسلامي امارت له بیا ځل رسېدو سره یو شمېر خبریالان شکایت کوي چې دولتي ویاندویان او د ادارو مسوولین ورسره د معلوماتو ورکولو برخه کې همکاري نه کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.