ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ماین‌ چاودنې لسو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

ننګرهار کې ماین‌ چاودنې لسو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

author avatar
22 Aug 2024 - 17:29
ننګرهار کې ماین‌ چاودنې لسو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې
author avatar
22 Aug 2024 - 17:29

جلال‌اباد (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت په دره‌نور ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله د ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حافظ عبدالبصیر زابلي نن (د وږي لومړۍ نېټه) پژواک خبري اژانس ته وويل، نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د ننګرهار ولايت د دره‌نور ولسوالۍ په کندک کلي کې پر يوه موټر باندې يوه زاړه ماین‌ چاودنه کړې ده.

هغه زياته کړه، د موټر سپرلي ټول د نورستان ولايت اوسېدونکي او د مدرسې استادان او شاګردان دي.

د زابلي په وينا، یاده چاودنه کې د پنځو ماشومانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي او د استادانو په شمول څلور کسان ټپيان دي.

هغه وویل، یاد استادان او شاګردان له نورستان څخه د ننګرهار دره‌نور ولسوالۍ ته د ديني زده‌کړو لپاره راغلي وو.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.