Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یو هندی د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مرستیال روزونکی ټاکل شوی

کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې هندی راما کریشنا شریدر یې د نیوزیلنډ او سوېلي افریقا پر وړاندې د راتلونکو لوبلړیو لپاره د ملي لوبډلې مرستیال روزونکی ټاکلی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، راما کریشنا شریدر یې د نیوزیلنډ او سوېلي افریقا پر وړاندې د راتلونکو لوبلړیو لپاره د ملي لوبډلې د نوي مرستیال روزونکي په توګه ګومارلی دی.

کرکټ بورډ ویلي، د هندوستان ۵۴ کلن پخوانی لوبغاړی راما کریشنا شریدر ۳۵ فرسټ کلاس او ۱۵ لیسټ اې سیالۍ ترسره کړې دي چې نوموړي په یادو سیالیو کې ۱۰۵ وېکټې تر لاسه او ۶۴۳ منډې یې جوړې کړې دي.

دغه هندي لوبغاړي د ۲۰۱۴ کال له اګست میاشتې د ۲۰۲۱ کال تر نومبر میاشتې پورې له ۳۰۰ زیاتو نړۍوالو سیالیو کې د هند کرکټ ملي لوبډلې د ډګرساتنې روزونکی پاتې شوی دی.

نوموړي همدا راز له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۷ کال پورې د هند په غوره لیګ کې د پنجاب کینګز لوبډلې د ورو توپ‌اچونې د مرستیال روزونکي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

 شریدر له ۲۰۰۸ کال څخه بیا تر ۲۰۱۴ کال پورې د هندوستان ملي کرکټ اکاډمۍ د ډګرساتنې مرستیال روزونکی او ورو توپ‌اچونې برخه کې د روزونکي دندې ترسره کړې دي.

نوموړی د هندوستان له کرکټ بورډ سره د روزنې برخه کې درېیمه درجه سند لري، له ۲۰۱۱ کال څخه بیا تر ۲۰۱۴ کال پورې یې د هند د ۱۹ کلنې ملي لوبډلې د ډګرساتنې او مرستیال روزونکي دندې ترسره کړې دي.

سرچینې ویلي، د افغانستان کرکټ بورډ شریدر د نیوزیلنډ پر وړاندې د یوازینۍ ټېسټ او سوېلي افریقا پر وړاندې د درېیو یو ورځنیو سیالیو لپاره د مرستیال روزونکي په توګه ټاکلی دی.

کرکټ بورډ ویلي، دوی هیله لري چې شریدر په یادو لوبلړیو کې د افغان لوبډلې لپاره موثر او ګټور ثابت شي او له نوموړي سره اوږدمهاله تړون لاسلیک کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.