کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): امو او بند امیر لوبډلو د شپږیزه کرکټ لیګ نهم پړاو سياليو پایلوبې ته لار پیدا کړه.
شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو کې نن دوه لوبې ترسره شوې؛ لومړی لوبه د سپینغر او مسعینک لوبډلو ترمنځ او دویمه بیا د بست او بند امیر لوبډلو ترمنځ وشوه.
د نن ورځې په لومړی لوبه کې، د مسعینک لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۵منډې وکړې.
په مقابل کې ورکړل شوې هدف د سپینغر لوبډلې په ۱۷م اوور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د پنځو وېکټو په توپیر یې مسعینک لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دغهراز، د شپږیزه لیګ دویمه لوبه د بست او بند امیر لوبډلو ترمنځ وشوه.
په دغه لوبه کې د بند امیر لوبډلې، لومړی توپوهنه وکړه چې په ټاکل شو ۲۰ اوورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۶۰ منډې وکړې.
په مقابل کې ورکړل شوی هدف د بست لوبډلې پوره نه کړای شو او په ۲۰ اوورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۸ منډې وکړې او د ۱۲ منډو په توپیر یې بند امیر لوبډلې ته لوبه وبایلله.
دغه راز، په یادو سیالیو کې د امو لوبډلې له مخکې پایلوبې ته لار پیدا کړې وه، خو بند امیر لوبډلې نن بست لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره دویمه لوبډله شوه چې پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.