Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پنجشېر د روغتیا له ریاست سره د نږدې ۲۷ زره ډالرو په ارزښت د تشخیصي دستګاوو مرسته وشوه

پاراخ (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د پنجشېر عامې روغتیا ریاست وايي چې د روغتیا نړۍوال سازمان ورسره د څه باندې ۲۶ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د باکتریولوژي او پي‌سي‌ار تشخیصیه دستګاوو مرسته کړې دي.

د پنجشېر د عامې روغتیا رییس ډاکټر حجت‌الله محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د باکتریولوژي دستګاه د ميکروب د کلچر دنده لري او د پي‌سي‌ار (PCR) دستګاه د زېړي ناروغۍ تشخیصوي.

محمدي زیاته کړه چې د یادو دستګاوو ټوليز ارزښت ۲۶ زره او ۸۵۰ امریکایي ډالر دی.

محمدي دغه‌راز وویل، دا لومړی ځل دی چې په پنجشېر کې ناروغان د یادو دستګاوو له خدمتونو برخمن کېږي؛ مخکې له دې به ناروغانو د زېړي او ميکروب د کلچر لپاره د کابل روغتونونو ته مراجعه کوله.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.