ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«تورخم کې د افغان سوداګرو پر وړاندې د شته ستونزو هوارولو لپاره هڅې روانې دي»

«تورخم کې د افغان سوداګرو پر وړاندې د شته ستونزو هوارولو لپاره هڅې روانې دي»

author avatar
23 Aug 2024 - 14:45
«تورخم کې د افغان سوداګرو پر وړاندې د شته ستونزو هوارولو لپاره هڅې روانې دي»
author avatar
23 Aug 2024 - 14:45

کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۳): د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال وایي، هيڅوک باید د سوداګرو پر وړاندې ستونزې جوړې نه کړي، بلکې کوښښ دې وشي چې د سیمې هېوادونو ترمنځ په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې لا اسانتیاوې رامنځته شي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې په خپل کاري دفتر کې د افغانستان د تازه مېوو او سبزيو له یو شمېر سوداګرو سره په لیدنه کې وکړې.

یادو سوداګرو وویل، له هېواده بهر د مېوو او سبزیجاتو په صادراتو کې زیاتوالی راغلی او د افغانستان مېوې او سبزي اوس ډېرو هېوادونو ته صادرېږي، خصوصي سکټور پر ځان بسیا شوی او په بېلابېلو سکټورونو کې د پام وړ پرمختګونه راغلي.

هغوی دغه راز د خپلو ستونزو یادونه وکړه ویې ویل، په تورخم کې د رامنځته کېدونکو ستونزو له امله سوداګر او افغان بزګران زیانمنېږي.

دغه راز، د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال په دې لیدنه کې ویلي، د سوداګرو پر ستونزو به غور وکړي او اساسي حل‌لارې به ورته پیدا کړي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، هيڅوک باید د سوداګرو پر وړاندې ستونزې جوړې نه کړي، بلکې کوښښ دې وشي چې د سیمې هېوادونو ترمنځ په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې سهولتونه برابر شي.

د هغه په خبره، اړوند ادارې کوښښ کوي چې په تورخم کې د افغان سوداګرو پر وړاندې شته ستونزې هوارې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په دې وروستیو کې د افغانستان پر تازه مېوو او سبزیو مالیه لوړه کړې ده.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.