ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هند لومړی وزیر اوکراین ته تللی

د هند لومړی وزیر اوکراین ته تللی

author avatar
23 Aug 2024 - 16:02
د هند لومړی وزیر اوکراین ته تللی
author avatar
23 Aug 2024 - 16:02

کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۳): راپورونه کاږي چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي نن د اوکراین پلازمېنې کیېف ته رسېدلی دی.

د امریکا غږ د راپور له مخې، د هند لومړی وزیر ښايي په دغه سفر کې د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وغواړي چې له روسیې سره جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي.

مودي په داسې حال کې د منځګړيتوب هڅه کوي چې اوکرایني ځواکونو په تېرو څو اونیو کې د روسیې د خاورې ځینې برخې نیولې دي.

مودي له خپل سفر مخکې ویلي: «هيڅ ستونزه د جګړې په ډګر کې نه حل کېږي؛ هند د داسې خبرو او ډیپلوماسۍ ملاتړ کوي چې له لارې یې سوله او ثبات ژر تر ژره بېرته ټینګ شي.»

مودي زیاته کړې، پلان لري څو له زیلینسکي سره د اوکراین د روانې شخړې د سوله‌ییز حل په اړه خپل لیدلوری شریک کړي او همدارنګه د هند او اوکراین د ملګرتیا ټینګېدو په اړه بحث وکړي.

مودي د هند لومړنی مشر دی چې اوکراین ته ځي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.