ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د کوڅو او سړک جوړولو دوو پروژو چارې بشپړې شوې

کابل ښار کې د کوڅو او سړک جوړولو دوو پروژو چارې بشپړې شوې

author avatar
23 Aug 2024 - 14:13
کابل ښار کې د کوڅو او سړک جوړولو دوو پروژو چارې بشپړې شوې
author avatar
23 Aug 2024 - 14:13

کابل (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۳): د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د ۹،۵ میلیون افغانیو په لګښت د یوه فرعي سړک او څو کوڅو جوړولو چارې بشپړې شوې.

د کابل ښاروالۍ پرون پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ښاریانو ته د ښاري او ټولنیزو اسانتیاوو برابرولو په موخه د اتمې ناحیې اړوند په دیارلسم ګذر کې د اقبال سینما شا ته د یوه فرعي سړک او د شپږویشتم ګذر نعمان کلا سیمه کې د کوڅو جوړولو پروژې بشپړې شوې.

سرچینې زیاته کړې، په دیارلسم ګذر کې د پلیو لارو او لښتیو په ګډون د ۱۶۰ مترو په اوږدوالي او ۱۱ متره په سور سړک او په ۲۶م ګذر کې د لښتیو په ګډون د ۱۰۰۰ مترو په اوږدوالي او له ۳،۵ تر ۴،۵ متره په سور د کوڅو جوړول شامل دي.

سرچینه زیاتوي، دغه پروژې د ښاروالۍ په همکارۍ د ملګرو ملتونو د پروژوي دفتر د ۹،۵ میلیون افغانیو په لګښت پلې شوې دي.

د سرچینې په حواله، د دغه سړک او کوڅو په جوړېدو به د سیمې د اوسېدونکو ستونزې هوارې او ګڼې ټولنیزې اسانتیاوې به ورته برابرې شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.