ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بامیان په «قشقه» دښته کې صنعتي پارک جوړېږي

د بامیان په «قشقه» دښته کې صنعتي پارک جوړېږي

author avatar
24 Aug 2024 - 18:18
د بامیان په «قشقه» دښته کې صنعتي پارک جوړېږي
author avatar
24 Aug 2024 - 18:18

کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، بامیان ته د خپل سفر په ترڅ کې اړوند مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د دغه ولایت په «قشقه» دښته کې د صنعتي پارک د جوړېدو موضوع تعقیب کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي بامیان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د قرغنتو او قشقه په دښتو کې د صنعتي پارکونو له ځمکو څخه هم لیدنه وکړه.

سرچينې لیکلي چې عزیزي په دغه ولایت کې د قشقه دښته د صنعتي او تولیدي فابریکو لپاره مناسب ځای وباله او په دغه ولایت کې اړوند مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه څو په دغه دښته کې د صنعتي پارک د جوړېدو موضوع تعقیب کړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې عزیزي دغه‌راز د یاد ولایت له والي مولوي عبدالله سرحدي او نورو مسوولینو سره په ليدنه کې د لسو څخه تر پنځوس جریبه ځمکه کې د یوه سوداګریز کمپلکس پر جوړېدو هم خبرې وکړې.

سرچینې دغه‌راز لیکلي چې عزیزي د خپل دغه سفر په ترڅ کې د لاسي صنایعو لپاره د څلورو سیمه‌ییزو بازارونو جوړوونکي هم تقدیر کړل.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.