Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختو ورښتونو اټکل شوی

کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۳): د افغانستان د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، تالندې او برېښنا او ناڅاپي سېلابونو راتلو د احتمال خبر ورکوي.

یاد وزارت نن (شنبه، د وږي ۳مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې سبا په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، کابل، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د باران، تالندې او برېښنا، ناڅاپي سېلابونو او چټکو بادونو احتمال شته دی.

سرچینې لیکلي، په بېلابېلو برخو کې د باران کچه له ۱۵ تر ۳۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

سرچینې دغه‌راز لیکلي، د سالنګونو په ګډون په مرکزي، ختیځو، سوېلي او لوېدیځو ولایتونو کې د چټکو بادونو احتمال شته چې په بېلابېلو سیمو کې یې سرعت په ساعت کې ۵۰ تر ۸۰ کیلومتره اټکل شوی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.