Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د سلو ورزشکارانو ترمنځ د وشو سیالۍ ترسره شوې

غزني ښار (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۳): د غزني د بدني روزنې او ورزش مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د سلو ورزشکارانو ترمنځ د وشو یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.

د غزني د ورزش او بدني روزنې امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیالۍ د بدني روزنې او وشو فدراسیون په همغږۍ د ځوانانو، تنکيو ځوانانو او لویانو په کټګوریو کې په دولتي جمنازیوم کې د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.

نوموړي وویل، د دغو سیالیو موخې د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول، غوره همغږي رامنځته کول، وشو سیالیو ته وده ورکول او د دغه ولایت منتخبې لوبډلې ته د غوره څېرو ټاکل وو.

هغه زیاته کړه، سپورت د ځوانانو لپاره ډېر مهم دی او اسلامي امارت هڅه کوي د ورزش برخه کې ځوانانو ته پراخې اسانتیاوې رامنځته کړي.

دغه راز، د وشو سیالیو یوه لوبغاړي زمري پژواک ته وویل، خوښ دی چې د غزني ولایت په کچه د غوره لوبغاړو ترمنځ د وشو سیالۍ ترسره شوې.

هغه غوښتنه وکړه چې د بدني روزنې او ورزش اداره دې دغه شان سیالۍ د غزني په ولسوالیو کې هم جوړې کړي.

د یادونې ده، د یادو سیالیو په پای کې ۲۰ لویان، ۱۵ تنه ځوانان او ۱۵ تنکي ځوانان د غزني د وشو منتخې لوبډلې ته غوره شول.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.