ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: پکتیکا کې تاریخي ابدې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي

خلک: پکتیکا کې تاریخي ابدې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي

author avatar
24 Aug 2024 - 15:31
خلک: پکتیکا کې تاریخي ابدې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي
author avatar
24 Aug 2024 - 15:31

ښرنه (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۳): د پکتیکا ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولایت کې ډېری تاریخي سیمې او ابدې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي او غوښتنه کوي چې د بیارغولو لپاره یې باید اقدام وشي.

بل لورته حکومتي مسوولین هم په دغه ولایت کې د تاریخي سیمو او ابدو بیارغونه مهمه بولي.

د پکتیکا د مرکز ښرنې یوه اوسېدونکي نورمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې په مرکز او ولسوالیو کې تاریخي کلاګانې، زیارتونه او نور ځایونه د بارانونو او واورو له امله زیانمن شوي او د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.

دی وايي چې په مرکز ښرنه کې د فتنې غونډۍ، د خیرکوټ تاریخي کلا او ځینې نور زیارتونه ډېر تخریب شوي دي.

هغه زیاته کړه: «دلته ډېر تاریخي ځایونه شته دي چې ځینې یې ړنګ شوي او ځینې نور یې بارانونو خراب کړي له حکومت مو غوښتنه ده چې پام ورته وکړي.»

دغه راز، د پکتیکا د سروبي ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمدعالم پژواک ته وویل چې په دې ولسوالۍ هم تاریخي ابدې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي او بیارغونې ته جدي اړتیا لري.

هغه د بېلګې په توګه وویل چې په دې ولسوالۍ کې د عمر فقیر زیارت ترڅنګ نور تاریخي ځایونه هم دي چې د ویجاړېدو په حال کې دي.

هغه وویل: «یاد تاریخي ځایونه د خلکو لپاره مهم دي او د راتلونکي نسل لپاره هم د تاريخ د يوې برخې په توګه مهم دي، باید په سمه توګه وساتل شي.»

د دغه ولایت یو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او د تاریخي سیمو پر بیارغونې او ساتنې يې ټینګار وکړل.

بل لورته حکومتي مسوولین هم په دغه ولایت کې د تاریخي سیمو او ابدو بیارغونه مهمه بولي.

د پکتیکا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمدامین حذیفه پژواک ته وویل چې دا مهال د مرکز ښرنې په ګډون په ټولو ولسوالیو کې ۱۵۰ تاریخي ابدې او سیمې له دوی سره ثبت دي.

دی هم وايي چې د مرکز په ګډون په ځینو ولسوالیو کې تاریخي کلاګانې او زیارتونه شته چې بیارغونې ته جدي اړتیا لري، که څه هم چې وزارت ورسره ژمنه کړې خو تر اوسه عملي اقدام نه دی شوی.

نوموړي وویل: «پکتیکا کې ۱۵۰ تاریخي سیمې او ابدې ثبت دي، ارګون کې د هشت روخ کلا، د خیرکوټ تاريخي کلا او همدا شان په مرکز ښرنه کې تاریخي زیارتونه دي او هم په ولسوالیو کې ځینې زیارتونه دي چې بیارغونې ته جدي اړتیا لري.»

د پکتیکا د طلاعاتو او فرهنګ ریاست د مسولینو په وینا، په دغه ولایت کې نورې تاریخي سیمې هم شته دي چې د ثبتولو لپاره یې تخنیکي ټیم کار کوي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.