Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جرمني کې د یوه ښار د کالیزې نمانځې پر مهال برید کې اوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۳ وږی ۱۴۰۳): د جرمني د یوه صنعتي ښار د تاسیس د کالیزې نمانځنې مراسمو پر مهال د چړې په برید کې درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د بي‌بي‌سي راپور له مخې، دا برید په داسې حال کې شوی چې د جرمني په لوېدیځ سولینګین ښار کې د دغه صنعتي ښار د تاسیس ۶۵۰مې کالیزې نمانځنې مراسم روان وو.

سولینګین د جرمني په لوېدیځ کې یو ښار دی چې ۱۶۰ زره وګړي په کې ژوند کوي.

راپور کې راغلي چې د یادو مراسمو پر ګډونوالو یو کس د چړې برید کړی، درې کسان په کې وژل شوي او څلور کسان نور ټپيان شوي دي.

د دغه ښار د تاسیس د کالیزې نمانځنې مراسم د جمعې پر ورځ پیل شول او په پام کې وه چې د یکشنبې تر ورځې به دوام وکړي او هره شپه به د شاوخوا ۲۵ زره کسانو کوربه وي.

وروسته له دغه برید څخه یاد مراسم لغوه اعلان شوي او له ګډونوالو وغوښتل شول چې له وېرې پرته په ارامه د پېښې له ځایه ووځي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.