Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

القاشوطي: هڅه کوو چې د کابل او دوحې ترمنځ مستقیم پروازونه پیل شي

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۳): په کابل کې د قطر سفارت مستشار د ریاست‌الوزراء له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، هېواد به یې یو شمېر افغان ځوانانو ته د بانکدارۍ په برخه کې د ظرفیت لوړنې لنډمهاله زده‌کړې برابرې کړي او هڅه کوي چې د کابل او دوحې ترمنځ مستقیم پروازونه هم پیل شي.

ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په کابل کې د قطر د سفارت له مستشار مردف القاشوطي سره وکتل.

سرچينې لیکلي چې په دې لېدنه کې القاشوطي وویل، قطر له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي او غواړي په بېلابېلو برخو کې له اسلامي امارت سره خپله همکاري پراخه کړي.

هغه د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي، د دوه اړخیزو اړیکو پر بنسټ به قطر یو شمېر ځوانانو ته د بانکدارۍ په برخه کې د ظرفیت لوړولو لنډمهاله زده کړې برابرې کړي.

ده دغه راز ویلي، هڅه کوي چې د کابل ـ دوحې ترمنځ مستقیم پروازونه پیل شي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي، په دوحه کې د افغانستان په اړه د قطري چارواکو په همکارۍ جوړېدونکې غونډې د قدر وړ دي.

هغه ویلي، قطر د اسلامي امارت په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او کابل له دوحې سره په اقتصادي، سیاسي، ښوونیز، صنعت او د پانګونې په برخو کې دوه اړخیزو همکاریو ته لېواله دی.

مولوي عبدالکبیر ویلي، له نړۍ سره د اسلامي امارت سیاسي اړیکې د پراختیا په حال کې دي او افغان حکومت له اسلامي نړۍ څخه هیله لري چې په خپلو هيوادونو کې افغان ځوانانو ته د لوړو زده کړو فرصتونه برابر کړي.

ارګ لیکلي،  ليدنې په پای کې مولوي عبدالکبیر، د فلسطین موضوع په اړه د قطر د دریځ او سیاست ستاینه وکړه او د اسلامي نړۍ مسوولیت ته په اشارې یې وویل، اسلامي امارت د فلسطین د خپلواک دولت غوښتونکی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.