Language

«د افغانستان بانک به په تدریجي ډول د هېواد بانکي سکټور پر اسلامي بانکوالۍ بدل کړي»

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۳): د افغانستان بانک لومړي مرستیال د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ خونې له رییس سره د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د ودې او د بانکي سکټور د ټینګښت برخو کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان بانک له لوري په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد بانک لومړي مرستیال صدیق‌الله خالد تېره ورځ په خپل کاري دفتر کې د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې له ریيس جف ګریکو سره لیدلي.

خبرپاڼه کاږي، په لیدنه کې د افغانستان د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، د سوداګرۍ د ودې او د بانکي سکټور د ټینګښت برخو کې د ګډو همکاریو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال وویل، د هېواد خصوصي او بانکي سکټورونه د هېواد په اقتصاد کې مهمه ونډه لري او په وینا یې، د افغانستان بانک ژمن دی چې د هېواد د اقتصادي ودې برخه کې له هېڅ ډول هڅو دریغ ونه کړي.

 خالد د افغانستان بانک له خوا د پیسو وینځلو او د لویو جرمونو د عوایدو د مخنیوي رژیم پیاوړتیا، د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د سکټور میکانیزه کولو او د انفلاسیون کابو کولو برخه کې د افغانستان بانک د قانون په رڼا کې د بېلابېلو مقرراتو، پالیسیو او نړۍوالو اصولو او معیارونو د پلې کولو په تړاو ډاډ ورکړ.

هغه زیاته کړه، په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان بانک وکولای شول څو د افغانستان بانکي سکټور بېرته پر خپلو پښو ودروي او د افغانۍ ارزښت په غوره توګه وساتي.

خالد همداراز په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په هکله د مرکزي بانک ژمنتیا څرګنده او زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک ژمن دی څو په تدریجي ډول د هېواد بانکي سکټور پر اسلامي بانکوالۍ بدل کړي.

د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ د ګډې خونې ریيس وویل، نړۍ په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان په اقتصادي او بانکي سکټورونو کې د مثبتو بدلونونو شاهده وه.

هغه د افغانۍ د ارزښت ساتلو او د انفلاسیون مهارولو، د نغدینګۍ د مدیریت او په غوره توګه د بانکي سکټور د اداره کولو برخو کې د افغانستان بانک کړنې وستایلې او زیاته یې کړه چې د یادو سکټورونو د لا زیاتې پراختیا او ودې لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.