ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې څلور کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي

غور کې څلور کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي

author avatar
25 Aug 2024 - 15:55
غور کې څلور کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق په تړاو نیول شوي
author avatar
25 Aug 2024 - 15:55

فېروزکوه (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۳): غور کې امنیتي سرچینې د نشه‌یي توکو د قاچاق، پېر او پلور په تړاو د څلورو کسانو د نیول کېدو خبر ورکوي او وايي چې له دغو کسانو څخه څه باندې ۱۸۰ کیلوګرامه نشه‌یي توکي ترلاسه شوي دي.

د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري وايي: «د دغه ولایت د پسابند ولسوالۍ له نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو څلور کسان له ۱۸۵ کیلوګرامه اېف ډوله نشه‌یي توکو سره نیولي دي.»

هغه وویل چې له اېف څخه د شیشي نشه‌یي توکو جوړولو لپاره ګټه اخیستل کېږي.

نوموړي زیاته کړه، دغه خلکو یاد مواد په دوو لوکسل موټرونو کې ځای پر ځای کړي وو او غوښتل یې نورو ولایتونو ته یې انتقال کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.