Language

«اسلامي امارت هڅه کوي د ښاري پراختیا پر مهال ولسونه او د کار خاوندان زيانمن نه شي»

کابل (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۳): د رياست‌الوزراء سیاسي مرستیال وایي، اسلامي امارت هڅه کوي پر ښاري پراختیا سربېره داسې لارې چارې ومومي چې کاروباریان ورسره زیانمن نه‌شي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې تېره ورځ د جلال‌اباد ښار د هټیوالو او لاسي توکو پلورونکو له یو شمېر استازو سره په سپېدار ماڼۍ کې د لیدنې پر مهال وکړې.

د جلال‌اباد ښار هټیوالو او د لاسي توکو پلورونکو استازو د خپلو ستونزو د حل ترڅنګ د اړتیا پر مهال د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال سره د لیدنو له امله په مننې وویل، له لوړپوړو حکومتي چارواکو سره لیدنو پر حکومت د خلکو باور ډېر کړی او دغه چاره د همکارۍ د زياتوالي لامل ګرځېدلې ده.

راغلو استازو همدرانګه په بېلابېلو برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه د ریاست‌الوزراء‎ سیاسي مرستیال ته په لیکلې بڼه وسپارل او یادونه یې وکړه، د جلال‌اباد هټیوال او د لاسي توکو پلورونکي د اسلامي امارت د اصلاحي طرحو ملاتړ کوي او ورسره همکار دي.

خو سرچینې د یادو ستونزو او مشکلاتو په اړه جزییات نه دي په ډاګه کړي.

د ریاست‌الوزراء سیاسي مرستیال وویل، ولس پر اسلامي امارت حق لري او حکومت هم هڅه کوي چې د اسلام د اصولو په رڼا کې او د شته امکاناتو پر مټ خلکو ته د ژوند غوره اسانتیاوې برابرې کړي.

د رياست‌الوزراء سیاسي مرستیال زياته کړه، د تېرو څو لسیزو خپلسریو او بې‌نظمیو د ښارونو د پراختیا او ښاري نظم د پلي کېدو مخه نیولې، خو اسلامي امارت هڅه کوي پر ښاري پراختیا سربېره داسې لارې چارې ومومي چې کاروباریان ورسره زیانمن نه شي او حلال کاروبار وکړي.

مولوي عبدالکبیر په پای کې د جلال‌اباد ښار هټيوالو او د لاسي توکو پلورونکو ته ډاډ ورکړ چې سيمه‌ییز مسوولین به د هغوی له وړاندیز سره سم خپلې چارې مخته وړي، دغه راز اسلامي امارت هڅه کوي چې ولسونه او د کار خاوندان زيانمن نه شي.

Related Topics