Language

جوزجان کې دوه کلینیکونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول او د یوه بل د جوړېدو چارې پیل شوې

شبرغان (پژواک، ۴ وږی ۱۴۰۳): د جوزجان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، دغه ولایت کې د دوو کلینیکونو د جوړېدو کار بشپړ شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول او دغه‌راز په قوش‌تېپه ولسوالۍ کې د یوه بل کلینیک د جوړېدو چارې پیل شوې.

د جوزجان د عامې روغتیا رییس قاري ذبیح‌الله حسیني وویل چې د دغه ولایت په شبرغان ښار او درزاب ولسوالۍ کې د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت دوه کلینیکونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د نوموړي په وینا، په یادو کلینیکونو کې چې بستر نه‌لري، لومړني روغتیايي اساسي خدمتونو وړاندې کېږي.

هغه څرګنده کړه چې د دغه ولایت په قوش‌تېپه ولسوالۍ کې هم د یوه بل کلینیک د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې پر جوړېدو یې ۱۷،۴ میلیون افغانۍ لګښت راځي.

ورته مهال، د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین مولوي محمداسحاق صاحب‌زاده یاد ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې دغه پروژې پرانیستلې.

هغه د یوه کلینیک د پرانیستې مراسمو پر مهال وویل: «د عامې روغتیا وزارت ژمن دی، څو د هېواد تر ټولو لرو او محرومو سیمو روغتیایي خدمتونه ورسوي.»

نوموړي زیاته کړه چې په تېرو ۲۰ کلونو کې د یاد ولایت اوسېدونکي له ټولنیزو خدمتونو، په ځانګړې توګه له روغتیایي خدمتونو بې‌برخې وو او اوس د یادو کلینیکونو په جوړېدو سره په درېیو ولسوالیو کې به څه باندې ۱۰ زره کورنۍ روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ومومي.

د سیمې یو شمېر اوسېدونکو وویل چې مخکې له دې د روغتیایي خدمتونو او لارې لرې والي له امله په ځينو مواردو کې یې ناروغانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه راز خلک د یادو کلینیکونو جوړېدو ته خوښ دي.

د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکي او دیني عالم شیخ ذکرالله ذکري پژواک ته وویل چې د کلینیک نشتوالي هغوی ته ډېرې ستونزې پیدا کړې وي او اړ وو مرکز او شاوخوا ولسوالیو ته لاړ شي چې پایله کې په ځینو مواردو کې یې خپل ناروغان له لاسه ورکول.

نوموړي د عامې روغتیا له وزارت څخه د ورته پروګرامونو د ډېرېدو غوښتنه وکړه.

ورته مهال، د شبرغان ښار یوه بل اوسېدونکي اخترجان وویل چې د یاد مرکز جوړېدل اغېزمن ګام دی او اوس کولای شي چې د خپلو ناروغانو درملنه په سیمه کې وکړي او تر نورو روغتیايي مرکزونو پورې څو ساعته مزل کولو ته نوره اړتیا نشته.