ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغېس کې ځینې کروندګر له حکومته خپلو خټکیو ته د مناسب بازار غوښتنه کوي

بادغېس کې ځینې کروندګر له حکومته خپلو خټکیو ته د مناسب بازار غوښتنه کوي

author avatar
26 Aug 2024 - 19:05
بادغېس کې ځینې کروندګر له حکومته خپلو خټکیو ته د مناسب بازار غوښتنه کوي
author avatar
26 Aug 2024 - 19:05

قلعه‌نو (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۳): بادغېس کې یو شمېر کروندګر د خپلو خټکیو د حاصلاتو له ډېرېدو خبر ورکوي خو وايي چې بیه یې ډېره ټیټه ده او په پلورلو سره یې نه‌شي کولای د خپلو کورنيو لګښتونه پوره کړي.

د بادغېس په قلعه‌نو ښار کې یوه کروندګر عبدالحق پژواک خبري اژانس ته وویل چې سږ کال یې پر خپله ځمکه خټکي کرلې او ښه حاصلات یې ورکړي دي.

هغه د خټکیو د بیو ټیټوالي خبره کوي او وايي: «سږ کال خټکي ډیر تولید شوي، خو فروشات نه لري، تېرو کلونو کې به یې یو کابلی من (اووه کیلو) خربوزه له سلو تر ۱۲۰ افغانیو پلورله، خو سږ کال یو اته ‌کیلویی من خربوزه خلک له ۵۰ افغانیو پورته نه اخلي.»

هغه وویل چې د خټکیو له پلورلو په ترلاسه کېدونکو پیسو په سختۍ سره د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوي.

په همدې حال کې، په دغه ولایت کې بل کروندګر اقانور د خټکیو د ټیټې بیې په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل، د خټکیو د پلور له لارې چې کومې پیسې ترلاسه کوي، خپل کورني لګښتونه پرې نه‌شي پوره کولای.

هغه زیاته کړه: «سږ کال ډېر خټکي ډېر دي، له حکومته غواړو چې موږ ته باید مناسب بازار برابر کړي څو زموږ خټکي په ښه بیه وپلورل شي او لږ تر لږه زموږ زحمت ته ځواب ووايي.»

په همدې حال کې، د بادغېس د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ ریاست مسوولین که څه هم په دغه ولایت کې د خټکیو د حاصلاتو ډېرېدل تاییدوي، خو په اړه یې کره معلومات نه ورکوي.

د بادغېس د کرنې او مالدارۍ رییس عبدالحی منیر پژواک ته وویل: «سږ کال خټکي بیخي ډېره دي؛ ځکه تېر کال ښه و او بارانونو نه زیات وو، ټول کرنیز محصولات ډېر شوي؛ ځکه د بادغېس ډېری سیمې للمې دي، موږ ټوله هڅه کوو څو د کروندګرو محصولاتو ته ښه بازار برابر کړو.»

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.