Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عمري: له غزني پوهنتون څخه نوو فارغ شوو محصلینو ته به کاري فرصتونه برابر شي

عمري: له غزني پوهنتون څخه نوو فارغ شوو محصلینو ته به کاري فرصتونه برابر شي

غزني ښار (پژواک، ۵ وږی ۱۴۰۳): د غزني والي وايي چې د دغه ولایت له دولتي پوهنتون څخه نوو فارغ شوو محصلینو ته په دولتي او غیردولتي ادارو کې کاري فرصتونه برابرېږي.

دغه څرګندونې د غزني والي حافظ امین جان عمري نن د دغه ولایت له دولتي پوهنتون څخه د سلګونو محصلینو په فراغت‌غونډه کې وکړې.

هغه وویل چې نن د غزني د دولتي پوهنتون له پنځو پوهنځیو څخه ۴۰۰ کسان په بېلابېلو رشتو کې فارغ شول.

ده زیاته کړه: «فارغ شوو کسانو به کاري فرصتونه برابر کړو چې له ډلې به یې ډېری دلته غزني ولایت کې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې پر کارونو وګومارو او پاتې اضافه کسانو ګومارنه کې به له مرکز کابل څخه مرسته وغواړي.»

بلخوا، نوي فارغ شوي کسان هم تمه لري چې حکومت باید ورته دندې پیدا کړي.

د یادو کسانو له ډلې مومن سیال پژواک ته وویل، ټول نوي فارغ شوي کسان تمه لري چې حکومت باید ورته دندې پیدا کړي.

هغه وايي: «درس مو ویلی دی، باید هر چاته په خپله رشته کې کار پیدا شي که کار پیدا نه شي خلک اړ کېږي چې په قاچاقي لارو نورو هېوادونو ته لاړ شي.»

دغه راز، یو بل محصل احمد بلال پژواک ته وویل چې د غزني پوهنتون له اقتصاد پوهنځي څخه نن فارغ شوی دی.

ده زیاته کړه: «زمونږ غوښتنه له حکومت څخه دا ده چې په دولتي ادارو کې لوستو کسانو ته کار ورکړي څو کارونه سم او ښه مخ ته یوسي.»

د یادونې ده، غزني پوهنتون دا مهال د شرعیاتو، اقتصاد، ښوونې او روزنې، کرنې او ادبیاتو پوهنځي لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.